د هرات کلنۍ امنیتي غونډه سږ کال د اسپانیا په پلازمېنه کې جوړېږي
دید خبرې آژانس: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی، چې د هرات ۱۲مه امنیتي غونډه د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې جوړېږي.
دغه غونډه به د روان کال د کب میاشتې په پنځمه او شپږمه د «افغانستان: رستاخیز امید؛ تلاش مشترک» تر سرلیک لاندې ترسره کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سږنۍ غونډه به د ترهګرۍ د مطالعاتو د نړۍوال سازمان (OIET) په همکارۍ جوړه شي.
د دغه انسټیټیوټ په وینا، په دې غونډه کې به یو شمېر بحثونه او لېکچرونه د ځینو کارپوهانو لهخوا وړاندې شي.
د هرات ۱۲مه امنیتي غونډه د اسپانیا د پلازمېنې مادرید د ایتینیو دی په فرهنګي مرکز کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ وایي، د هرات د امنیتي غونډې له جوړېدو څخه یې موخه دا ده چې د پالیسي جوړونکو او کارپوهانو د بېلابېلو نظرونو سره یو ځای د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمهییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه کارپوهان په خپلو کې سره نظرونه شریک کړي.
د دغه انستيتوت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، سيمهييزو او لوېديځو هېوادونو کارپوهان، پاليسۍ جوړوونکي، د مدني ټولنې استازي، اکاډميک شخصیتونه، خبريالان، د ښځو د حقونو مدافعان او د بشري حقونو مدافعان او همدارنګه د نړۍوالو او سيمهييزو سازمانونو کارپوهان ګډون ولري.
د هرات امنیتي غونډه د افغانستان د تېر حکومت پر مهال له نږدې یوې لسیزې راهیسې هر کال په هرات کې جوړېدله.
پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته، د هرات امنیتي ناسته دوه ځله په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.