اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثخبر

د هرات په ګلران کې؛ زلزله ځپلو ته نوي کورونه  وېشل شوې

دید خبرې آژانس: د هرات د ګلران ولسوالۍ په بوتان زلزله ځپلې سیمه کې یو ښارګوټی چې تازه په معیاري ډول جوړ شوی، زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شو.

دغه نوي کورونه د ځینو افغان او ایراني سوداګرو له لوري په ګډه جوړ شوي دي.

د یوه خیریه بنسټ مسوول، سعد خطیبي و ویل: «په بوتان کلي کې مو د هغو کسانو لپاره چې کورونه یې د زلزلې له امله ویجاړ شوي و، د یو ښارګوټي د جوړولو کار پیل کړی و، چې اوس بشپړ شو.»

دغه نوی جوړ شوی ښارګوټی د افغانستان او ایران د خلکو د خواخوږۍ نښه بلل شوی ده.

ځینې ایراني سوداګر وایي، افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکوي.

د ایران او افغانستان سوداګرو د ګډې خونې رییس، محمود سیادت و ویل: «د دواړو هېوادونو او ملتونو د خواخوږۍ نښه جوړه شوه او د دې پروژې نوم هم د خواخوږۍ پروژه ده.»

د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمیسیون غړي، ولي شاه بهره و ویل: «کمیسیون اوس سروې کوي څو روښانه شي کومې کورنۍ له مرستو برخمنې شوې نه دي او کوم کارونه باید د نورو ښارګوټو د جوړولو لپاره ترسره شي.»

دغه ښارګوټي کې د کورونو ترڅنګ د څښاک پاکې اوبه هم برابرې شوې دي.

د هرات د ګلران ولسوالۍ د بوتان کلی د هرات د شمال لویدیځو ولسوالیو یو له لسګونو کلیو دی چې د یوه نیم کال وړاندې ویجاړونکې زلزلې له امله ویجاړ شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button