د هرات د کتابتون ودانۍ د ترکیې له خوا ورغول شوه
دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ موسسې (تيکا) د هرات ولایت د عامه کتابتون ودانۍ ورغاوله.
د طا-لبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، دغه ترکي موسسې همداراز له دغه کتابتون سره د دوه زرو کتابونو مرسته کړې ده.
طا-لبانو ویلي دي چې له دې کار څخه یې موخه د کتاب لوستلو کلتور خپرول او ځوانانو ته د مطالعې د چاپیریال برابرول دي.
په همدې حال کې د طا-لبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د څه باندې ۴۰۰ کتابونو پر پلور او لوستلو بندیز لګولی دی.
یو شمېر کتاب پلورونکو د طا-لبانو له خوا د منع شویو کتابونو د لېست د یوه کاپي په لېږلو سره ویلی چې طا-لبانو د شیعه مذهب، عصري حکومتوالۍ، د احمدشاه مسعود اړوند عنوانونو، سیاسي ازاديو او د کتابونو په پلورلو بندیز لګولی دی.
د طا-لبانو لخوا منع شوي کتابونه:
– د شیعه عقایدو په اړه کتابونه؛
– د عصري حکومتوالۍ په اړه کتابونه؛
– د ټولنیزو او دیني ټولنپوهنې په اړه کتابونه؛
– د سیاسي شخصیتونو په اړه کتابونه؛
– د ډیموکراسۍ او سیاسي او ټولنیزو آزادیو په اړه کتابونه؛
– د هنرونو په اړه کتابونه، د نقاشۍ په ګډون؛
– د شعرونو او ناولونو کتابونه.