افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د هرات د انګورو په محصولاتو کې ډېروالی

هرات کې سږ کال د انګورو په محصولاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‎الله راشد نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال به په هرات کې بزګران ۱۱۰ زره ټنه د انګورو حاصلات لاسته راوړي، حال دا چې دا رقم تېر کال ۹۵ زره ټنه و.

راشد وايي چې سږ کال د هرات په انجیل، ګذره، پشتون زرغون او اوبې ولسوالیو کې، په څه باندې ۴۰ زره جریبه ځمکه د انګورو تاکونه اېښودل شوي دي.

ښاغلی راشد وايي، تمه ده چې د انګورو د حاصلاتو زیاتوالی د هرات ولایت د بزګرانو په اقتصاد هم خپل اغېز ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا