اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د هرات – خواف وسپنې پټلۍ د سیمې په کچه سوداګرۍ کې رول

دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ييز مسوولین وايي د هرات – خواف وسپنې پټلۍ د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په برخه کې کلیدي نقش لري.

پر بورې او سمیټو بار واګونونه چې له دوبۍ او ایران څخه بار شوي تازه د هرات روزنک تمځای ته رسېدلې دي.

د هرات سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره د هرات – خواف وسپنې پټلۍ د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد زیاتوالي لامل شوې ده.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي هم وايي: یوه سوداګریزه د خواف هرات له لارې روزنک تم ځای ته رسېدلې ده چې په دغه جوپه کې ۲۶ واګونونه دي. په دغه جوپه کې ۲۰ واګونه د بوري دي چې له متحده عربي اماراتو ۶ نور یې د سمټو دي چې له ایرانه افغانستان ته را رسېدلي دي.

د هرات – خواف وسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان، ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د هېواد سوداګرۍ لپاره اغېزناکه چاره بلل کېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په خبره په وروستیو میاشتو کې د وسپنې دغې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو کچه زیاته شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر، محمد یوسف امین په دې اړه وايي: له نېکمرغه د راکړې ورکړې کچه ډېره ښه شوې ده. په دوی کې ودانیز توکي او له نورو هېوادونو ټرانزیټ توکي دي. موږ له دوبۍ، ایران او هنده هره ورځ واردات لرو. د وسپنې پټلۍ له لارې سوداګري چټکه شوې ده.

د هرات – خواف وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د هېواد اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم بلل کېږي.

د هرات – خواف وسپنې پټلۍ افغانستان د ایران له لارې د ترکیې او اروپا له بازارونو سره نښلوي.

د وسپنې پټلې دغه پټلۍ چې د هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېدلې ده د جوړولو وروستۍ چارې یې روانې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا