روستي خبرونهنړۍ

د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه، چې د جوړولو چارې یې ۴ کاله پخوا پیل شوې وې، بشپړه شوه

د دې الوتکې، چې ستراټولانچ نومېږي، وزرې دومره اوږدې دي، چې د فوټبال له میدانه وځي.

دا الوتکه د دې لپاره جوړه شوې چې د مځکې دوهم اتومسفیر یا ستراتوسفیر ته توغندی ولېږدوي، هلته به توغندی له الوتکې جلا کېږي او د خپلو انجنونو په زور به د فضا لور ته حرګت ته دوام ورکوي.

دا ستره الوتکه دوه لکه ۴۹ زره ۴۷۶ کیلو وزن وړلی شي. د الوتکې د وزر اوږدوالی ۱۱۷ متره ښودل شوی دی.

دا الوتکه، چې د بوینګ ۷۴۷ په ۶ انجنونو کار کوي، د امریکا د جنوب لوېدیځ په موجاوه دښته کې په ۹ زره ۵۹۳ متر مربع ساحه کې جوړه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا