اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د نوي کابل پروژې د لومړي پړاو پراختیایي طرحه تایید شوه

دید خبرې آژانس: د کور او ښار جوړونې وزارت د نوي کابل پروژې د لومړي فاز د انکشافي برخې پلان تائید کړی دی.

نوی کابل چې د افغانستان له لویو ودانیزو ګڼل کیږي، ټاکل شوې ده، په ۳۷۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د کور او ښارجوړونې وزارت ویاند، وایي دا مهال د نوي کابل د لومړي فاز پراختیایي طرحه تائید شوې او د دغه ښارګوټي د پراختیا هڅې هم روانې دي.

د کور او ښارجوړونې وزارت ویاند، محمد کمال افغان هم وايي: تمه ده چې د دغه پراختیايي پلان تر تایید کېدو وروسته به د لومړي فاز چارې هم پرمخ یوړل شي، په ځانګړې توګه د الف پارسل ځکه د الف پارسل پراختيا ورکوونکي شرکت ویلي و چې له تایید وروسته به دوی خپلې چارې بشپړې کړي.

په دې لړ کې د نوي کابل د پروژې مسوول د دې پروژې پر اهمیت ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې دا طرحه به په معیاري ډول عملي شي.

سید مقدم امین زیاتوي چې دوی به خپل مسوولیت پر ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

د نوي کابل د پروژې مسوول، سید مقدم امین هم وايي: موږ د نړۍوالو معیارونو سره سم او د ښار جوړونې او استوګنې وزارت تر څار لاندې، د دغې پروژې په ترسره کولو کې ژمن یو. زموږ ډیری شرکتونه په دې پروژه کې فعالیت لري او وړاندې شوی طرح به په بشپړه توګه عملي شي.»

د کابل د نفوس د زیاتوالي، د هوا د ککړتیا او تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت له امله، د دغه ښار ځینې اوسېدونکي د  نوي کابل پروژه د ژوند د اسانتیاوو د زیاتېدو لپاره مهمه ګڼي.

د نوي کابل پروژه د یوه جاپاني شرکت لخوا په څلورو پړاوونو کې طراحي شوې، چې هر پړاو یې ۱۵برخې لري.

د کور او ښارجوړونې وزارت مسوولان وایي، دا پروژه به د اوسني کابل یو نیم برابر پراخه وي او د درې میلیونه کسانو د استوګنې ظرفیت به ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا