Uncategorizedاسلایدشوټولنه

د نهم ځل لپاره د افغانستان زعفران په نړۍ کې لومړی مقام وګاټه

دید خبرې آژانس: د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د “بلجیم د ذایقې د نړیوال انسټېټیوټ” له‌خوا په نړۍ کې لومړی مقام وګاټه.

د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټېټیوټ د افغانستان د هرات زعفرانو لابراتواري ازموینې ترسره کړې چې په پایله کې یې د سه شنبې په ورځ جون ۴مه د افغانستان زعفران تر ټولو ښه طعم لرونکي زعفران وپېژندل شول.

د دې ادارې له خوا هر کال د نړۍ د ټولو هېوادونو د زعفرانو محصولات ارزول کېږي او سږ کال د افغانستان زعفران د نړۍ تر ټولو غوره زعفران ونومول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button