د نمیروز والي: ۹۰ سلنه قاچاق مخه نیول شوې
دید خبرې آژانس: د نیمروز ولایت والي محمد قاسم خالد وايي، چې د نیمروز له پولې ایران ته د نشهيي توکو، وسلې او انساني قاچاق ۹۰ سلنه مخنیوی شوی دی.

ښاغلي خالد ویلي کهڅه هم د انسان اصلي قاچاقکوونکي په افغانستان کې نشته؛ خو امنیتي ځواکونه بریالي شوي، چې ځينې کسان د انساني قاچاق په تور ونیسي.
د نیمروز والي په دې هکله وايي:«البته دا قاچاق کوونکي ډېر ماهر خلک دي، اصلي قاچاقبران یا په ایران کې ناست دي، یا په ترکیه کې ناست دي، یا په نورو هېوادونو کې د ټلېفون له لارې دلته په ولایتونو کې دوی استازي لري، په نیمروز کې یې هم استازي درلودل؛ خو په نیمروز کې چې کوم قاچاقبران وو، لهمنځه تللي دي.»
هغه ویلي، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او سیمهییزه اداره هڅه کوي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ په پوله کې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي له افغانستان سره پر پوله د ایران له لوري د دېوال جوړېدو په اړه ویلي، چې د پولو خوندیتوب د هر چا حق دی؛ خو په دې برخه کې باید نړۍوال اصول په پام کې ونیول شي.
د نیمروز والي زیاتوي:«د نړۍوالو اصولو له مخې او د سرحدونو د ساتنې په موخه، هر هېواد دا حق لري، چې خپله پوله په امنیتي لحاظ ټينګه او مظبوطه کړي.»
د نیمروز والي دغهراز له ایران او پاکستانه هم وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.
محمد قاسم خالد څرګنده کړه:«کډوالو سره دې ښه سلوک وکړي، د کډوالو په لېږد کې باید دواړه هېوادونه نړۍوال اصول مراعت کړي او دا چې د دواړو هېوادونو ولسونه الحمدالله مسلمانان دي، هغه اسلامي ګاونډيتوب باید په نظر کې ونیسي.»
نوموړی وايي، اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې ګڼې لاسته راوړنې لري او یوازې په نیمروز کې له پنځه مېلیونو د ډېرو افغانیو په ارزښت لویې او وړې پروژې پیل شوې دي.