اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د نفتو د پروسس فابریکه په بلخ کې پرانیستل شوه

دید خبرې آژانس: په بلخ ولایت کې د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د نفتو د پروسس فابریکه د سیمه‌ییزو چارواکو، پانګه‌والو، او سوداګرو په شتون کې پرانیستل شوه.

د یادې فابریکې مسوول سهراب صمدي وايي، دغه فابریکه په ۵۰ زره متر مربع ځمکه د ۱۵ میلیونه ډالرو لومړني لګښت او په ټولیز ډول د ۵۰ میلیونه ډالرو په بودیجه په ۷ میاشتو کې جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټنه خامو تېلو د پروسس وړتیا لري او له دې سره یې سل کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ورته وخت کې د بلخ والي محمد یوسف وفا د دې فابریکې د پرانیستې پرمهال وویل چې افغانستان د پانګونې لپاره غوره شرایط لري او اسلامي امارت له سوداګرو او پانګه‌والو سره د هر ډول اسانتیاوو ژمنه کړې ده.

نوموړي ټولو افغانانو ته بلنه ورکړه چې خپل هېواد ته راستانه شي او د بیارغونې په چارو کې برخه واخلي.

د بلخ د صنعت او کانونو خونې مرستیال محمد طاهر روشن زاده بیا له اسلامي امارت وغوښتل چې د نويو جوړو شویو فابریکو لپاره دوه یا درې کاله مالیه معاف کړي ترڅو دوی په خپلو پښو ودرېږي.

همدارنګه د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس احمد ضیا هم وویل چې هره ورځ په ولایتونو کې لسګونه نوې تولیدي کارخونې پرانیستل کېږي، چې دا د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره اغېزناک ګام دی.

باید وویل شي یاده فابریکه نه یوازې د تېلو پروسس ظرفیت لوړوي، بلکې د کور دننه د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مهمه ونډه لري.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د کور دننه پانګونه به ډېرو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د هېواد د پرمختګ لامل به شي.

د یادې کارخونې مسوولین له اسلامي امارت غواړي چې د دې فابریکې د پرمختګ لپاره لا زیاتو سرچینو ته لاسرسی برابر کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا