اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د نشه‌يي توکو د سترو قاچاقبرو ډلو په اړه د ایران او طا-لبانو له یو بل سره مرسته

دید خبرې آژانس: د ایران د نشه‌یې توکو پر وړاندې د مبارزې مرکزي دفتر مرستیال کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې ایران او طا-لبان د نشه‌یي توکو د سترو قاچاق وړونکو ډلو ته د زیان اړولو لپاره د معلوماتو د شریکولو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

محمد زارعي ټینګار وکړ، چې له نشه‌یي توکو سره مبارزه به په هدفمنده توګه ترسره شي.

هغه وویل، چې دواړه لوري به د مبارزي د چټکتیا لپاره له یو بل سره معلومات شریکوي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، محمد زارعي چې افغانستان ته یې د ایراني پلاوي مشري کوله د سه شنبې په ورځ وویل: «په کابل کې په دې ګډه ناسته کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، مخنیوي، د تقاضا کمښت او د روږدو کسانو د درملنې په اړه بحثونه او نظرونه شریک شول.»

زارعي له طا-لبانو سره نویو هوکړه لیکونو ته په اشارې سره زیاته کړه:« له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه د معلوماتو شریکول، د تجربو لېږد، د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او د معلوماتو د تبادلې لپاره د ګډو کمېټو جوړول د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هوکړه ‎لیکونو له جملې څخه دي.»

د هغه په وينا، «طا-لب چارواکو هم غوښتل چې دغه غوښتنې عملي کړي.»

هغه په ټینګار سره وویل چې د نشه‌یي توکو کارول او لیږد په یو ځای کې نه دی متمرکز شوی، اویادونه یې وکړه چې سیمه ییز او څو اړخیز معلومات باید د نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اجنډا کې شامل شي.

دغه ایراني چارواکي همداراز وویل، چې د طا-لبانو له چارواکو سره په کتنه کې پرېکړه وشوه چې د نشه‌یي توکو د لویو قاچاقبرانو د ځپلو لپاره له استخباراتي وړتیاوو په ګټې اخیستنې سره لازمه همغږي زیاته شي.

زارعي د زمري په ۲۶مه د شپږ کسیزه پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ.

نوموړي د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون د نشه‌يي توکو سره د مبارزي له مرستیال سره هم وکتل.

طا-لبانو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې د کوکنارو پر کښت، تولید، پير او پلور باندې بندیز ولګاوه.

افغانستان له څو کلونو راهیسې په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد و.

ملګري ملتونه وايي چې د طا-لبانو له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته په افغانستان کې د دې کښت تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

خو د دغه سازمان په وینا له افغانستان څخه د صنعتي مخدره توکو تولید او قاچاق نه دی کم شوی.

همدارنګه ایراني چارواکو په وار وار د طا-لبانو تر واک لاندې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پر دوام نیوکې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا