اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د نجونو پر زده کړو په اړه نړۍوال غبرګونونه

دید خبرې آژانس:تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو د څه باندې زرو ورځو په تېرېدو سره، لا هم پر نجونو دغه ممنوعیت په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مل دی.

د ملګروملتونو د لوی منشي د ویاند مرستیال په دې خبري غونډه کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د اجرايوي مدیرې له قوله د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو پر اړتیا په ټینګار سره وایي چې دا مسله د افغانستان اقتصاد او پراختیا ته جدي پایلې لري.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي د ویاند مرستیال، فرحان حق ویلي: (په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو له حضور څخه د ممنوعیت له اعلانه زر ورځې تېرې شوې، د یو اعشاریه پنځه میلیونه نجونو لپاره دا سیستماتیک محرومیت نه یوازې د هغوی د زده کړو له حقه ښکاره سرغړونه ده بلکې د کاري فرصتونو او رواني وضعېت د کمزوري کېدو لامل یې هم کیږي.)

په افغانستان کې د یونیسف د اړیکو رییس، دانیال ټایم هم ویلي: (موږ د نجونو ترمنځ په لوړه کچه رواني ستونزې وینو، د نجونو دا وضعېت ښيي چې ښوونځي ته د نه تلو او کم عمر کې واده هم اړیکې سره لري.)

د بریټانیا سفارت، د د غه هېواد پخواني لومړي وزیر، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې او د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي چې په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او پایداره پراختیا لپاره پر زده کړو د سمبال ښځو حضور حیاتي او اړین دی.

د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري څرګنده کړې: (نن په افغانستان کې د طا-لبانو له لوري په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو د زده کړو له ممنوعیته زر ورځې تیریږي، زر ورځې ځوانې هیلې مړې شوې، د هېواد راتلونکي ضایع شو او افغانستان په نړۍ کې د یوازیني هېواد په توګه په انزوا کې پاتې شو چې دا ډول افراطي تګلارې پکې عملي کیږي.)

سره دې چې اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په هېواد کې د بشري په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو هر ډول نقض رد کړی وو او زیاته کړې یې وه چې هڅه کوي ښوونځیو ته د نجونو د بیرته تګ لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا