اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د نتانیاهو د سمدستي نیولو امر وکړل شو

په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان ویلي چې دا محکمه د اسراییلي اتباعو قضيو ته  د رسيدګۍ صلاحيت لري.

هغه له قاضیانو وغوښتل چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسراییلو د دفاع وزیر یوآو ګالانت د نیولو د حکم په اړه سمدستي پرېکړه وکړي.

ښاغلي خان همداراز له قاضیانو وغوښتل چې د اسراییلي چارواکو او د حماس د مشرانو د نیولو حکمونه وڅېړي.

په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال ټینګار وکړ:« په دغو اجرااتو کې دا ډول بې جوازه ځنډ د قربانیانو پر حقونو ناوړه اغیزه کوي.»

د هغه په ​​وینا، دا محکمه د هغو اسراییلي اتباعو په اړه د پرېکړې واک لري چې په فلسطیني سیمو کې «وحشیانه جرمونه» کوي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالان وايي: «منطقي دلایل شته چې نتانیاهو او ګالانټ، همدا راز د حماس مشر یحیی سنوار، د پوځ قومندان محمد المصري او د حماس بل سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد د جرمونو مسوول دي»

دا په داسې حال کې ده، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د زمري د میاشتې په وروستیو کې په ایران کې ووژل شو. دغه محکمې له دې وروسته د هغه د مړینې په راپورونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

له بلې خوا اسراییلو ویلي دي چې المصري چې په محمد ضيف مشهور و په یوه بل هوايي برید کې وژل شوی، خو حماس دا خبر نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.

د اسرایلو د شمېرو له مخې د حماس په لومړني برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل شوي دي. په غزې باندې د اسرائیلو په بريدونو کې چې د یوه وژونکي او پراخ بشري ناورین سبب شوی، څه دپاسه څلوېښت زره فلسطینیان وژل شوي دي.

خو د اسرائيلو او فلسطين مشرانو د جنګي جرمونو تورونه رد کړي او د دواړو غاړو استازو د نيولو د حکم په اړه د کريم خان پر پرېکړې نيوکې کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا