اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د نامعلومو کسانو له خوا یو کس په باميان کې ووژل شو

دید خبرې آژانس: د سيد محمد حسيني په نوم يو تن په باميان کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

سرچينو په بامیان ولایت کې وایي چې دا پېښه د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په کارګاه سرقول کلي کې شوې ده.

دغو سرچینو ویلي، چې د دغه کس د وژنې لامل شخصي شخړه وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سيد محمد حسيني پخوا د باميان د پخواني والي سيد انور رحمتي ساتونکى و.

دا په  داسې حال کې ده، چې د شخصي دښمنۍ او اختلافات له امله هر کال په ټول هېواد کې لسګونه کسان قرباني کېږي.

پوهان وايي، چې د دا ډول پېښو لامل په ټولنه کې د سواد د کچې ټيټوالى او د ټولنې دودونه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا