اسلایدشوافغانستانټولنه

د ناروې کمیټه: د مېندو د مړینې کچه لوړه شوې

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د سویل زون رییس په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې کچې له لوړوالي خبر ورکوي.

دغې کمېټې د غزني په حوزوي روغتون کې د شاوخوا ٤٠ میلیونه افغانیو په لګښت د مور او ماشوم روغتیایي مرکز جوړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د سویلي زون رییس، امین الله حکمت وايي: په افغانستان کې بیا بلخصوص په لرې پرتو سیمو کې د ډاکټر د نشتون له امله او د کمزورو صحي خدماتو د شتون له امله د مور او ماشوم د مرګ او میر کچه لوړه شوې نه کمه شوې.

خو په روان لمریز کال کې د غزني په روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۵۰ زره ولادتونه شوي دي.

د غزني د عامې ورغتیا رییس، زرک ځیرک هم وايي: پخوا به د امنیتي مشکلاتو له امله یوې مور نشو کولای صحي مرکز ته مراجعه وکړي او هلته نورمال ولادت وکړي، زما په اند له لسو څخه تر ١٥ سلنه پورې د ولادت کچه لوړه شوې ده.

روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسی او کمزوري روغتیايي خدمتونو د غزني د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي جدي ستونزې دي.

 د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولین دغه راز زیاتوي هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د مور او ماشوم د مړینې کچه تر ۷۰ سلنې پورې را ټیټه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا