اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د م.م. امنیت شورا: طا-لبان د امر بالمعروف قانون دې ژر تر ژره لغوه کړي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طا-لبانو د امر بالمعروف د نوي قانون د پلي کیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو هېوادونو، بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د دغه قانون د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

د اکوادور، فرانسې، ګیانا، مالتا، موزمبیق، سویلي کوریا، سریلانکا، سلوانیا، سویس، بریتانیا، امریکا او جاپان سفیرانو د جمعې په ورځ (د وږي ۱۶مه) دغه اعلامیه په ګډه خپره کړه.

دوی د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د طا-لبانو په سیاستونو کې بدلون راولي.

د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طا-لبانو د دوامدار جنسیتي تبعیض او ظلم په کلکو ټکو غندو.»

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د طا-لبانو نوي قانون پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي او امر بالمعروف ته یې پراخ واک ورکړی دی.

دغو هېوادونو ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون د افغانانو پر ژوند منفي اغېز لري او د دوی د اندېښنې لامل ګرځي.

په اعلامیه کې راغلي: «طا-لبان باید د افغان ښځو او نجونو غږ واوري او د هغوی د زده کړې، کار، د بیان ازادۍ او په ټولنه کې د حضور حق ته درناوی وکړي. دا مساله د یو باثباته، سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره اساسي شرط دی.

همدا راز، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغو غړو د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د دغه قانون د لغوه کولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د طا-لبانو د امر بالمعروف قانون توشیح د افغانستان دننه او بهر کې پراخې نیوکې راپارولي. خو دا لومړی ځل دی چې د امنیت شورا ځینو غړو دغه قانون غندلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا