اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د ملګري ملتونو سازمان به نن د «دوحې غونډې» کوربه وي

دید خبرې آژانس: د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه نن (یکشنبه) د ملګرو ملتونو په کوربتوب د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون په دوحه کې جوړېږي.

په دې خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټېفین دوجاریک په یوې خبري غونډه کې ویلي چې، د افغانستان د سرپرست حکومت به، د روانې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو به د هېوادونو او بنسټونو له ځانګړو استازو سره خبرې اترې وکړي.

ښاغلی دوجاریک زیاته کړې، د دوحې له غونډې وروسته به د سرمنشي مرستیاله د بشري حقونو د مدافعانو او ښځو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري او دغه خبرې به له اوسنيو چارواکو سره شريکې کړي.

ښاغلي دوجاریک خبریالانو ته وویل:«ټاکل شوې مېرمن ډي کارلو او ځانګړي استازي د بشري حقونو د سازمانونو، ښځو او فعالانو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله به له اوسنیو چارواکو سره وګوري او د ښځو او نجونو د حقونو، بشري حقونو او په ټوله کې د سیاسي مشارکت اړوند مسایل به مطرح کړي.»

د دې غونډې د جوړېدو په درشل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د سرپرست حکومت د پلاوي د ګډون له هر کلي سره په یوه اعلامیه کې وایي چې، د افغانانو د حقونو او ګټو په پام کې نیولو سره د افغانستان د مسایلو د حل په برخه کې د پرمختګ په موخه د رغنده خبرو هرکلی کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي:«مسکو د افغانستان د خلکو د مشروع حقونو او ګټو په پام کې نیولو سره د افغانستان د مسایلو د حل په تړاو د واقعي پرمختګ په موخه د رغنده خبرو هرکلی کوي.»

خو له بل خوا، د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعض د له‌منځه وړلو کمېټه وايي، دغه کمېټه د غونډې له سمبالوونکو غواړي چې، د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تړاو لاس په کار شي.

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي هم په نیویارک ټایمز کې په یوه مقاله کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو پر نه‌ګډون نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کمېټه وايي:«د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کمېټه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په راتلونکې درېیمه غونډه کې چې، ټاکل شوې د جون پر ۳۰مه د قطر په دوحه کې پیل شي، د ښځو او نجونو د محرومیت په تړاو ژوره اندېښنه لري او په دغو بحثونو کې چې، په نړۍ کې د ښځو په جدي ناورین پورې اړوند دي، د ښځو او نجونو د فعال او مستقیم ګډون غوښتنه کوي.»

بل پلو، که څه هم طا-لبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوحې درېیمې غونډې ته تر سفر مخکې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې له افغان ښځو سره د کتنې په تړاو په ښکاره څه نه‌وایي؛ خو زیاتوي چې، په دې غونډه کې به له ګډونوالو سره مفصلې خبرې وشي.

مجاهد څرګندوي:«هغه کسان چې هلته ګډون کوي، له شک پرته موږ له هغو سره په ټولو غونډو کې وینوو، بحث کوو او په ټولو برخو کې چې غونډه تعیین شوې، موږ به حضور پیدا کړو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران، پاکستان، امریکا، برېټانیا، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، هند، قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازي ګډون وکړي. د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان او د اروپايي ټولنې استازي هم ګډون کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا