اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه ورځنې بحث د افغانستان په اړه

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله ویبپاڼه کې اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۸) به د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتنبایوا، د دغه سازمان د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یوه استازې ګډون کوي.

که څه هم دې شورا د دې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي؛ خو ويلي يې دي، چې له دې غونډې وروسته به د افغانستان په اړه سلا مشورې وشي.

طا-لبانو په افغانستان کې د خپل حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته، د هېواد د اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او آزادیو سخت محدودیتونه وضع کړي. تر دې حده چې د«د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرليک لاندې د نوي قانون په توشيح کولو يې آن په عامه ځایونو کې د ښځو غږونه هم عورت او حرام وبلل.

په همدې حال کې یوې برېټانوي رسنۍ او د «مېنټ» په نوم یوې هندۍ رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې طا-لبانو له القا/عده شبکې او په سیمه کې له نورو «ترهګرو» ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او القا/عده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوى چې د القاعدې شبکې مشري  يې کوله حمزه بن لادن د دې شبکې مشري پر غاړه لري، هغه د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خپل ورور عبدالله بن لادن سره ژوند کوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د بن لادن زوی چې مخکې ادعا شوې وه چې د افغانستان په غزني ولایت کې د سي آی اى په برید کې وژل شوی دی؛ خو اوس  پر ​​​​لوېدیځ د سپټمبر د ١١مې بريدونو ته ورته برید پلان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د استازو جرګې تېره ورځ په یوه پرېکړه لیک کې طا-لبان «ترهګريز سازمان» وباله او د امریکا د حکومت په ګډون يې له نړۍ غوښتي چې د ویانا له پروسې چې د مقاومت جبهې او د طا-لبانو ضد نورو څېرو څخه تشکيل شوې، ملاتړ وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا