د ملک سلمان مرکز افغانستان سره درې میلیونه ډالره مرسته کوي
دید خبرې آژانس: د سعودي پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې لپاره د درې میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د دې مالي مرستې تړون د یکشنبې په ورځ په ریاض کې د اسلامي پراختیايي بانک او د ملک سلمان د مرستو مرکز ترمنځ لاسلیک شو.
د سعودي عربستان خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه تړون موخه په نړۍ کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو هڅو ملاتړ او ونډه ورکول دي.
د هوکړه لیک په جزیاتو کې راغلي چې افغانستان به د پولیو د له منځه وړلو لپاره د اسلامي پراختیايي بانک له لارې تمویلیږي. د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز به د درېیو کلونو لپاره په کال کې یو ملیون ډالر او د بیل او میلنډا ګیټس خیریه بنسټ به ۱۵ میلیون ډالر ورکوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایرس له امله په کې ماشومان مړه کیږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په لړم میاشت کې ویلي وو چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان په وینا په افغانستان کې د پولیو ۲۳ پېښې ثبت شوې دي.
ناامني، ناسم دودونه او د واکسین کولو د مخنیوي لپاره د وسله والو ډلو بریدونه هغه لاملونه بلل شوي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو مخه نیولې ده.
د طا-لبانو ادارې د روان کال دوږي میاشتې په ۲۶مه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د یوې نیمې میاشتې لپاره وځنډاوه.