اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د ملي امنیت سلاکار: شمال د افغانستان د خودکفايۍ دروازه ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د چهار شنبې ورځې ماسپښین وروسته په میمنه کي د فاریاب ولایت د مختلفو اقشارو له استازو سره لیدنه وکړه او پر امنیت، دولتي خدماتو او د سیمه ییزي حکومتدارۍ پر ښه والي یې ورسره خبري وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د چهار شنبې ورځې ماسپښین وروسته په میمنه کي د فاریاب ولایت د مختلفو اقشارو له استازو سره لیدنه وکړه او پر امنیت، دولتي خدماتو او د سیمه ییزي حکومتدارۍ پر ښه والي یې ورسره خبري وکړې.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دې لیدنه کي د میمنې ښار تر څنګ د المار، قیصار، پشتونکوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو مخورو، ځوانانو،‌ ښځو، د مدني ټولني او رسنیو استازو برخه درلوده.
ددې ولایت والي نقیب الله فایق غونډي ته وویل، چي په ولایت کي یې امنیتي وضعیت بهتره سوی، سیمه ییزي حکومتولي د بهبود په حال کي ده، موازي ادارې له منځه تللي، دولتي خدمات بهتره سوي‌ او د ادارې او ولس ترمنځ ښې اړیکي ایجاد سوي دي.
ددې ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني وویل، چي زیربنايي پروژې پلي سوي او د سیمه ییزي حکومتولۍ وضعیت بهتره سوی ولي، د لومړي او دوهم نمبر لويي لاري او همداراز د المار، قیصار او خواجه سبزپوش ولسوالیو امنیتي وضعیت ته باید توجه زیاته سي.
هغه د اوبو او برق بندونو ،‌ مشخصاً د المار د اوبو بند، د نیم پاته پرمختیايي پروژو تکمیل، د حلقوي سړک جوړښت، د صحي او تعلیمي خدماتو بهتري او د جنګونو له خاطره داخلي بې ځایه سویو ته پاملرنه د فاریاب ولایت د اوسېدونکو د اساسي غوښتنو په توګه یادې کړې. دوی همداراز په جنګي عملیاتو کي د ملکیانو ژوند ته اعظمي توجه وغوښته.
د فاریاب د څلورو ولسوالیو ولسي استازو هم په خپلو خبرو کي له دولت څخه د امنیت د بهبود او د دایمي او باعزته سولي د راتګ لپاره غوښتني وکړې،‌ ځکه د دوی په وینا چي سوله د ټولو روانو ستونزو لپاره اساسي حل لار ده.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې رئیس متین بیک وویل، چي جنګ پر موږ تحمیل سوی ځکه، موږ اړ یو چي باید له خپلو خلکو او خاوري دفاع وکړو او له بهرنیو دښمنانو یې وساتو. هغه وویل، موږ سره له دې چي د خاوري په دفاع کي جنګېږو، د سولي لپاره هم کار کوو،‌ خو داسي سوله چي هغه دایمي وي او جنګونه پای ته ورسوي.
ښاغلي بیک وویل، چي مرکزي اداره د محلي ادارې څخه په تمامه معنی ملاتړ کوي او هغه غوښتني چي د ولایت او ولایتي شورا له ادرسه د خلکو د ستونزو د حل په موخه د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته رسېږي،‌ پرې غور کوي او د امکاناتو په محدوده کي ورته مثبت ځواب وايي.
هغه زیاته کړه، چي موږ ستاسي سره تعهد کوو، چې د فاریاب سیمه ییزو کدرونو ته به په دولتي اداراتو کي د کار زمینه مساعدوو، خو تاسي هم راسره وعده وکړی، چي د خپلي محلي ادارې او په خاصه توګه به د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ درېږی
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب دې ولسي غونډي ته وویل، چي د نړۍ ابر قدرتونو وغوښتل دا ولس د ځان تابع کړي، خو ددې خاوري او خلکو غرور هیڅ کله مات نسو او تاریخ یې نور هم غني سو. هغه د هیواد په خدمت او دفاع کي د فاریاب د خلکو د قربانیو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، چي دښمن هیڅ راز قوانینو ته احترام نه لري، په مساجدو کې چاودنې کوي، کلینیکونه ورانوي، زموږ کورونه ورانوي او د پردیو د خوښۍ لپاره زموږ وطنوال چي ۹۹ فیصده یې مسلمانان دي، د اسلام په نوم په شهادت رسوي.
ډاکټر محب یادونه وکړه، چي دښمن تر دې حده د نورو مزدور او اجیر دی چي خبري یې خپلي نه دي، مذاکره د نورو په خوښه کوي، رهبري یې له پردي کور څخه زموږ په وطن کي جنګ رهبري کوي او زموږ د خلکو پر ضد د ظلمونو ترڅنګ زموږ تاسیسات ورانوي.‌
هغه دښمن چي د نورو لپاره موږ وژني، پر ضد یې زموږ مبارزه بر حقه ده او موږ هیڅ کله ورته خپل خلک او خاوره نه سپارو. موږ له دوی سره بیا هم سوله غواړو،‌ خو داسي سوله چي جنګ خلاص کړي.‌ نه داسي سوله چي، یو څو نفره چي له جنګه خسته سوي، پیسې یې خلاصي سوي او غواړي دفعتاً د یو څو ورځو لپاره د سولي په نوم یو قرارداد لاسلیک کړي، خو وروسته بیا تر یو بل بیرغ لاندي جنګ پیل کړي
هغه هیوادونه چي ددې دښمن تر شا ولاړ دي، په دې وطن کي نظام نه غواړي، سیستم نه غواړي، قانون نه غواړي او یوازي غواړي پر افرادو سرمایه ګزاري وکړي او زموږ نظام له منځه یوسي.
نوموړي یادونه وکړه، چي شمال د افغانستان لپاره د اوبو، ډوډۍ، تېلو او خودکفايۍ دروازه ده او دښمنان غواړي چي د خپلو بادارانو په امر دغه دروازه پر افغانانو وتړي، عینا په هغه توګه لکه د دوی بادار چي تر دې وړاندي پر موږ په تورخم او سپین بولدک کي دروازې تړلې.

ډاکټر محب د فاریاب خلکو ته وویل، چي د امنیت په سمون، د پروژو په تطبیق او د لویو لارو د خلاصون په برخو کي ستاسي غوښتني مې واورېدې او موږ ژمن یو، چي ستاسي غوښتنو ته رسیدګي وکړو، خو په خبره یې چي دا ټول د ولس له همکارۍ پرته ناممکن دي، تاسي راسئ د خپلي ادارې ملا ور وتړئ او مرسته وکړئ څو له دښمن څخه تر لاسه کېدونکي سیمي نه تنها دا چي وساتل سي، بلکه پکښي د دولتي خدماتو رسولو زمینه مساعده سي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا