افغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملي امنیت سلاکار د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال هارش وردن شرینګلا سره ولیدل او د افغانستان پر سوله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر بهبود یې سره خبري وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال هارش وردن شرینګلا سره ولیدل او د افغانستان پر سوله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر بهبود یې سره خبري وکړې.
د ملی امنیت د سلاکار دفتر د راپور له مخی، د ملي امنیت سلاکار له هند څخه مننه وکړه، چي د افغانستان د بیارغوني او انکشاف له پروسو یې ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړه، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ به همکارۍ نوري هم زیاتي سي.
نوموړي په دې لیدنه کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو په اړه وویل، چي دلته اصلاحات د پرځان بسیا یني لپاره خورا مؤثر تمام سوي او له پلان سره سم به دا ځواکونه تر ۲۰۲۴ پوري په کامله توګه پر خپلو پښو ولاړ وي.
هغه د سولي د خبرو په اړه هم وویل، چي افغان حکومت لازمه امادګي لري، ولي مهمه ده چي له دې فرصت څخه طالبان او د هغوی ملاتړي سمه ګټه پورته کړي، څو ضایع نسي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې لیدنه کي د ملي امنیت سلاکار ته په افغانستان کي د ټاکنو د پروسې پر بریا او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځي مبارکي وویل او زیاته یې کړه، چي هیواد یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دی.
نوموړي یادونه وکړه، چي هند د افغانانو په مالکیت، مشرۍ او کنټرول د سولي د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري، چي په دې برخه کي پیل سوي هڅي نتیجه ورکړي.
هغه وویل، چي هیواد یې د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او اماده دي، چي په دې پړاو کي د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کي له افغانستان سره تخنیکي مرستي وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا