دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وایي، د ملي ارشیف د بیارغونې کار څلویښت سلنه مخته تللی دی.

ملي ارشیف د هېواد د تاریخي اسنادو یو له لویو زېرمو شمېرل کېږي.
دغه ودانۍ ۱۳۰ کاله مخکې امیر عبدالرحمان خان خپل زوی امیر حبیب اله خان ته د میلمستون په توګه جوړه کړې وه.
د پوهنتون استاد، نجیب الله بهادر په دې اړه وايي: «ملي ارشیف په حقیقت کې د تاریخي اثارو ساتونکی دی او د دې اثارو ترمیم او د خلکو او سیلانیانو لپاره نندارې ته وړاندې کول ځانګړی ارزښت لري.»
د ملي ارشیف د ودانۍ د بیارغونې چارې څه باندې دوه میاشتې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پیل شوې وې او تر اوسه یې څه باندې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران وايي: دا پروژه، چې د تاریخي آثارو د بیا رغونې او ساتنې، لرغونو ودانیو مرمت او د ملي ارشیف د زیربناو ترمیم شامل دي، د ۴.۶ میلیون افغانیو په لګښت او شاوخوا شپږو میاشتو کې به بشپړه شي. تر اوسه یې کار ۴۰ سلنې پرمختګ کړی دی.»
په ملي ارشیف کې پر سرو زرو او لاجوردو تزیین شوې خطي نسخې، تاریخي اسناد او همداراز د پخوانیو چارواکو ځينې وسایل لکه مېز، څوکۍ او نور کاري وسایل ساتل کېږي.