اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د ملي اردو څلور کلن انکشافي پلان

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي د ملي اردو ځواکونو او د هوایي قول اردو د څلور کلن انکشافي پلان په اړه معلومات ورکړل.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ د ژمنو دوام د یاد وزارت د څلور کلن پلان د تطبیق لپاره حیاتي او اړین دی.

نومړې له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ د ژمنو له دوام څخه مننه وکړه او زیاته کړه، چې د څلورکلن پلان له مخې به د عامه نظم او سرحدي پولیسو ځواکونه د یاد وزارت په چوکاټ کې مدغم شي.

جنرال وزیري زیاته کړه، چې د یاد پلان له مخې به د کومانډو ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی راشي او له فرقې څخه به قول اردو ته ولېږدول شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د څلور کلن پلان پر بنسټ به د افغانستان هوایي ځواکونه مجهز او پیاوړي شي او نوي ټولګي به پکې رامنځته شي.

ښاغلي وزیري ټینګار وکړ، چې د یاد پلان د تطبیق په موخه د افغان امنیتي ځواکونو، تجهیز او روزنې ته اړتیا ده، چې د ناټو د ملاتړ د ژمنو دوام په دې برخه کې مرسته کولای شي.

د ناټو دفاع وزیرانو ناسته، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې جوړه شوې وه؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم پکې ګډون کړی ؤ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا