اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ملایعقوب مجاهد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پرتو پوستو څخه لیدنه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د دفاع وزارت ‏وايي، چې یعقوب مجاهد د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې په ډیورنډ کرښه له نویو جوړېدونکو امنیتي پوستو څخه ليدنه وکړه.

دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکل سوی چې، چې په دغه لیدنه کې چې د جمعې په ورځ د (زمري په ۲۶مه) وشوه له هغه سره د دغه وزارت ځینو لوړ پوړو چارواکو هم ملتیا کوله.

د دغه وزارت په وینا، د دغې لیدنې پرمهال نوموړي د فرضي کرښې بينشاهي کنډو کې له نويو جوړیدونکو پوستو څخه ليدنه وکړه.

نوموړي همدارنګه هلته خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه په کلکه دفاع وکړي.

دغه وزارت لیکي، چې هغه د نورو نویو پوستو د جوړولو تر څنګ د نورو هر اړخيزو امکاناتو او اکمالاتو د ترسره کولو ژمنې هم وکړې.

دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې همدا تېره اونۍ دپه ډیورنډ کرښه د نویو پوستو د جوړولو پر سر د طا-لبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې وه.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه نښته کې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د یوې هاوان مرمۍ له امله یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا