اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د مقتدرو ښځو غورځنګ:د یحیی عنابي څرګندونو ښځو عزت او کرامت ته سپکاوی دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په یوه خبرپانه کې ویلي چې د پنجشیر ولایت کې د یحیی عنابي وروستۍ څرګندونې نه یوازې دا چې د ښځو عزت او کرامت ته سپکاوی دی؛ بلکې انساني، اسلامي ارکان او انساني کرامت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

دغه غورځنګ د اسلامي ټولنې پر علماوو غږ کړی چې د دغو «افراطي، خود غرضه او د ښځې ضد» مبلغینو د تبلیغاتو مخه ونیسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ملایان او مبلغین د اسلامي متن له انساني کرامت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په  پنجشېر کې یحیی عنابي تر دې مخکې په خپله یوه خطبه کې د طا-لبانو د استخباراتو له خوا د زرمینې پریانۍ د نیول کېدو او زنداني کېدو په اړه په ښکاره ویلي وو چې «دا ښځه باید د کابل په څلورلاره کې بربنډې شوې وای چې نورو ازادي غوښتونکو ښځو لپاره عبرت ګرځېدلى وى»

په دې خطبه کې امام د ازادۍ غوښتنه له فحاشۍ سره برابر وبلله.

د طا-لبانو له بند څخه د خلاصون وروسته، آغلې پریانې وویل چې هغه په ​​زندان کې د طا-لبانو د غړو له خوا «بربنډه» شوې وه.

خو د افغانستان مقتدرو ښځو غورځنګ وايي: د« پنجشیر ولایت په یوه جومات کې د ملا عنابي وروستۍ وینا نه یوازې د ښځو عزت او کرامت ته سپکاوی دى؛ بلکې د انساني، اسلامي ارکانو  او انساني کرامت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.»

دغه غورځنګ زیاتوي چې په تېرو کلونو کې ښځې د يو شمېر ناپوهو مبلغینو په فتوا او حکمونو له امله پر ښمنتوب محکومې شوې او له کلونو راهیسې له کوم دلیل پرته له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او هره ورځ قرباني ورکوي.

د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د ټولو افغان ښځو په استازیتوب د طا-لبانو د ترهګرې ډلې له خوا د ښځو د له منځه وړلو په اړه د عالمانو او اسلامي ټولنې درې کلنه چوپتیا په کلکه غندو.»

دغه مېرمنو پر دیني عالمانو غږ وکړ چې په افغاني ټولنه کې د ښځو انساني کرامت وساتي.

دغه غورځنګ همداراز له دیني عالمانو هم غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي او د دغو افراطي، خود غرضه او د ښځو ضد مبلغینو د تبلیغاتو مخه ونیسي چې د اسلام له متن او انساني کرامت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا