اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهور

د مقاومت عالي شورا: طا-لبانو د حسیني ماتم کوونکو سپکاوی کوي

دید خبرې آژانس: د مقاومت عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طا-لبانو د عاشورا د مراسمو د امنیت د تامین په پلمه په هیواد کې د حسیني ماتم کوونکو «توهین او سپکاوی» کړی دی.

دغې شورا د حسیني له ماتم کوونکو سره د طا-لبانو چلند «ترهګرۍ او تاوتریخوالی» او د «بشري جنایت، د خلکو د مشروع آزادیو د محرومیت او د خلکو د رواني امنیت د تخریب» یوه بېلګه بللې ده.

د مقاومت عالي شورا په دغه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ د طا-لبانو د ظالمې او یزیدي ډلې له خوا د حسیني ماتم کوونکو توهين، سپکاوی، نیول او زنداني کول په کلکه غندو.»

په دغه خبرپاڼه کې د طا-لبانو امر  بالمعروف وزارت د طرزالعمل په استناد راغلي: «د عاشورا په ورځو کې د ماتم د مراسمو د ترسره کولو هر ډول ازادي له تنظیموونکو څخه اخیستل شوې ده، مراسم تر دریو ورځو پورې محدود شوي او آن د سنیانو ګډون په کې ( د طا-لبانو له لخوا) منع شوی دی.»

دې شورا په خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې یو شمېر شیعه دیني عالمانو د طا-لبانو له خوا چمتو شوې ژمنه لاسلیک کړې او ویلي یې دي چې پکې درج شوي موارد هیڅ «انساني او اسلامي بنسټ» نه لري.

د مقاومت عالي شورا پر نړۍ غږ کړی چې له « د بشر ضد عاملينو (طا-لبانو) سره د تعامل پر ځای د افغانانو غږ واوري او هغوى سره یو شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو په کابل او د افغانستان نورو ښارونو کې د حسیني ماتم کوونکو د کاروانونو د ګرځېدو مخه نیولې او د ماتم مراسم یې تر دریو ورځو پورې محدود کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا