د معترضینو غوښتنو په اړه په ارګ کې د ولسمشر غني او د ولسی جرګې غړو ترمنځ غونډه
په دغه غونډه کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د وینا پر مهال وویل، په کابل کې له وروستۍ تروریستي پېښې وروسته یې دوه کمیسیون جوړه شوي، چې په ترکیب کې یې د هېواد د ۳۴ ولایتونو استازي شامل دي.
هغه زیاته کړه، یاد کمیسیون له خپل منځ څخه دوه پلاوي انتخاب کړي چې یو له دې پلاویو څخه له معترضینو او حکومت سره د خبرو کولو دنده اخیستې ده.
د ښاغلي ابراهیمي په وینا، کمیسیون له معترضینو سره لیدلي او هغوی خپل مشخص لیدلوري وړاندې کړي دي چې په اړه یې به په کمیسیون کې د هغوی په لیدلورو بحث وشي.
ابراهیمي وویل، د کابل ښار اوسنی وضعیت د خلکو او بین المللي موسسو د اندېښنې لامل شوی ، له همدې امله کوښښ کوو چې دا ستونزه پایته ورسېږي.
ارګ ماڼی وایي، ولسمشر غني په کابل ښار کې تروریستي برید په ټولو بین المللي موازینو برید وو او د تروریستانو موخه دا وه چې په بین المللي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې وننګوي.
هغه زیاته کړه، چې دولت مکلف دی چې د خلکو مشروع غوښتنو ته رسیدګي وکړي او هر مشروع وړاندیز د منلو وړ دی.