اسلایدشوافغانستانخبرد بیان ازاديراپورشهروند خبریال

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د رسنیو قانون پر توشیح د خبریالانو ټينګار

دید خبرې آژانس: د می درېیمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

په دغې ورځې ځينو خبریالانو، د مشخصې کړنلارې پر تدوین او د رسنیو د قانون د توشیح پر اړتیا له ټینګار سره، اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي؛ پر اقتصادي ستونزو او د دندو پر نه خوندیتوب نیوکه کړې ده.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم له رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او په ټولنه کې یې د رسنیو رول مهم بللی دی.

د یوناما رییسې رزا اوتونبایوا ویلي، چې د خبریالانو اقتصادي ستونزو او بندیزونو، افغانانو ته د حیاتي معلوماتو رسول له خطر سره مخ کړي دي.

ښاغلې اوتونبایوا زیاته کړې:«افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله، د هېواد رسنۍ د عوایدو د سخت کمښت له امله اغېزمنې شوې دي، چې دا وضعیت د ګڼ شمېر رسنیو د فعالیت د درېدو لامل شوی دی. د دې سربېره، د حکومتي چارواکو له خوا پراخ محدودیتونه تطبیق شوي، چې له امله یې د رسنیو مسلکي کارکوونکي د ګواښونو، نیولو، شکنجې او بد چلند سره مخ شوي دي. په ځانګړې توګه ښځینه ژورنالیستانې د دې خطرونو او خنډونو له کبله زیاتې اغېزمنې شوې دي.

خبریاله مریم عطار په دې هکله وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده، چې د ښځینه خبریالانو ته زیاته پاملرنه ولري او د هغوی لپاره دې په هر ځای کې د ګډون زمینه برابره کړي، چې د خبریالۍ په برخه کې پرمختګ وکړو.»

په همدې حال کې بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، هغه رسنۍ، چې د شرعي اصولو، کلتوري او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې فعالیت کوي، دوی به یې ملاتړ وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په دې هکله وايي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت به له هغو رسنیو، چې د اسلامي شریعت اصول، د افغانستان د خلکو کلتوري ارزښتونه، د اشخاصو شخصي حریم ته درناوی کوي او د تعصب له خپرولو ډډه کوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.»

د می درېیمه نېټه، په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې د یونسکو په وړاندیز د ملګرو ملتونو له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په توګه ونومول شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button