اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه نن پیلیږي

دید خبرې آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي غونډه نن(جمعه) د هند، چین، ایران او پاکستان په ګډون د لسو ګاونډیو او سېمې هېوادونو د استازو په حضور سره پیلېږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي غونډې اصلي برخه به د تړلو دروازو ترشا ترسره شي او د دغې غونډې لومړیتوب، په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د لړۍ پیاوړتیا او په سیاسي، اقتصادي او له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې له سرپرست حکومت سره د سېمې هېوادونو د تعامل پراختیا ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ماریا زاخارووا وايي: (د غونډې اصلي برخه به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. لومړی به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وینا وکړي.

د مسکو د شپږمې غونډې لومړیتوب؛ په افغانستان کې د “ملي پخلاینې” د بهیر پیاوړتیا او له سرپرست حکومت سره په سیاسي، اقتصادي او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو د اړیکو پراخول دي.)

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویانده دغه راز زیاتوي، ټاکل شوې د یادې ناستې په څنډه کې، د روسیې بهرنیو چارو وزیر له امیر خان متقي سره د کلیدي موضوعاتو، له هغې ډلې د مسکو او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي او ددغې غونډې په پای کې به ګډه بیانیه هم صادره شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالي له خبریالانو سره په یوه غونډه کې ویلي، د مسکو فارمټ غونډه کې به ګډون ونه کړي.

ماریې زاخارووا زیاته کړه: (د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ ټاکل شوې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي. د دې ناستې په څنډه کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره د مسکو او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.)

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال هم وایي، چې له ګاونډیو او د سېمې هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره د مسکو فارمټ غونډه یو ښه فرصت دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: “دا یو ښه پرمختګ ګڼو، موږ بیا هم پر دې ټينګار کوو چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په ملاتړ کې ښه رول لوبوي او په دې برخه کې کېدای شي په سیمه کې اقتصادي ټیکاو ټینګ شي.”

د سیاسي چارو شنونکی، هېواد ځاځی وايي: ” ورته مهال، د ځینو هېوادونو په اړه چې موږ اندېښنې لرو، په دغه غونډه کې یې ګډون کړی دی، په دوی کې زموږ ګاونډي هېوادونه هم دي. په امنیتي برخه کې به له هغوی سره هم خپلې اندېښنې شریکې کړو.”

دا په داسې حال کې ده، چې د مسکو فارمټ په پنځمه غونډه کې ګډونوالو د وروستۍ اعلامیې په خپرولو سره د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو زده کړو او کار ته پر درناوي ټینګار کړی وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا