اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د مرکزي بغلان امنیه قومندان او درې تنه نور ووژل شول

دید خبرې آژانس: په بغلان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي دي. د دې پېښې په قربانیانو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد هم شامل دی.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د جوزا په ۲۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکی پېښې له امله څلور تنه وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانیانو کې د بغلان مرکزي ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد هم شامل دی.

دغه پېښه تېره شپه د بغلان مرکزي ولسوالۍ د پلچک غلام صادق په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د بغلان د مرکزي ولسوالۍ د امنیه قومندان او د هغه د ملګرو موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په همدې حال کې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست د تازه شمېرو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۶۵ ترافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۵۶۲ تنه مړه او ۱۷۹۲ ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا