اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د مرکزي بانک نوی مشر څوک دی؟

د طا-لبانو مشر د شنبې په ورځ نوراحمد آغا د طا-لبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د مشر په توګه وټاکه.

هغه پخوا د دغه بانک مرستیال و.

د طا-لبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د پخواني مشر هدایت الله بدري په څېر نور احمد آغا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دی.

نور احمد آغا چې په احمد ضیاء آغا هم مشهور دی، د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې د طا-لبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.

د منځني ختیځ د انسټیټیوټ په وینا، هغه د طالبانو د مالي چارو په اداره کولو کې، په ځانګړې توګه په نظامي برخه کې مخینه لري.

د انستیتیوت موندنې ښیي چې نوراحمد آغا د کابل له سقوط مخکې کلونو کې د طا-لبانو یو جګپوړی پوځي او مالي مشر و او د چاودیدونکو توکو لپاره د تخصیص شویو مالي سرچینو په اداره کولو او په افغانستان او سیمه کې د طا-لبانو قومندانانو او ملګرو ته د پیسو په ویشلو مشهور و.

امریکا د طا-لبانو دغه چارواکی د ترهګريزو فعالیتونو په تمویل کې د لاس لرلو په تور په تور لېست کې شامل کړی دی.

له ۲۰۱۰ ميلادي (١٣٨٩ه لمريز) کال وروسته یې د طا-لبانو د نظامي شورا څارنه کوله، چې د افغانستان په لویدیځ کې د طا-لبانو د بریدونو مسولیت يې په غاړه درلود.

نوموړی په ۲۰۰۹ م (١٣٨٨هـ لمريز)کال کې د طا-لبانو اصلي مالي مسوول و.

په دې رول کې، هغه په ​​ټول افغانستان کې د طا-لبانو قوماندانانو ته د پیسو ویشلو مسٶلیت درلود.

ددې بنسټ د اطلاعاتو پر بنسټ، د نوراحمد آغا په دندو کې د طا-لبانو واليانو ته د زیاتو پیسو لیږدول او د طا-لبانو د بریدونو تمویلول، په ځانګړې توګه د چاودیدونکو توکو او یا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو او لاسي بمونو جوړول شامل وو.

نور احمد آغا د طا-لبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک کې د دویمه درجه چارواکي په توګه د خپل وروستي رول په ترڅ کې د ترهګرۍ د تمویل او د پیسو مینځلو پر وړاندې د مبارزې په اړه د مسایلو څارنه کوله.

هغه په ​​۱۹۷۴(١٣٥٣هـ  لمريز) کال کې زېږېدلی او همداراز د اروپايي ټولنې په تور لېست کې دی.

نوموړی د امریکا او اروپايي ټولنې د طا-لبانو پر قومندانانو او ملګرو یې د پیسو د ویشلو او د بمونو د جوړولو لپاره د بودیجې د تنظیمولو له امله په تور نوملړ کې شامل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې طا-لبانو د شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د مرکزي بانک د مشر هدایت الله بدري په ګډون نهه چارواکي له خپلو دندو څخه  مختلفو څانګو ته دندو ته بدل کړل. بدري اوس د شهاب الدین دلاور پر ځای د طا-لبانو د کانونو د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

بدري د ٢٠٢٣په مارچ(١٤٠١کب مياشت )کې کله چې طالبانو د ١٤٠٠ په زمري مياشت کې د هېواد کنټرول ترلاسه کړ دطا-لبانو د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو لخول د راټولو شويو معلوماتو له مخې، په تېرو نهو میاشتو کې طا-لبانو د بنسټونو په رهبرۍ کې ۳۷ بدلونونه راوستي، خو له دې ډلې ۳۵ یې یوازې له یوه پوسته بل ته لېږدول شوي او یو یې هم ګوښه شوی نه دى.

د جمهوري ریاست له نسکورېدو وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک اوه میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه، خو وروسته یې نیمايي په سویس کې د افغانستان نوي صندوق ته واستوله.

د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې په بندو شویو پیسو کې شاملې وې، چې ډیری یې د نیویارک د فدرال بانک لخوا اداره کېدې. د بايډن ادارې وړاندیز وکړ چې دا پیسې دې افغانانو ته د بشردوستانه مرستو په رسولو او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره ولګول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا