اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، تیره مازدیگر په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، تیره مازدیگر په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډې کې لومړی د دښمن د وروستیو بریدونو د قاطع دفع کولو په خاطر د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قدرداني وشوه، د امنیتي ځواکونو شهیدانو په ځانګړي ډول د شهید جنرال عبدالغفار احمدزي اروا ته چې د هیواد د دفاع په خاطر یې خپل ځان قربان کړ، د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا وشوه.
اشرف غنی د راروانو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې او د حکومت له لوري یې د هغو د زیاتو لګښتونو د تامین په پام کې نیولو سره د جمهوري ریاست د ټاکنو پر قطعي ترسره کېدو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، هیڅ راز مادي خنډونه د دغې پروسې د ترسره کېدو مخه نشي نیولای او د ولسي نظام معیار هماغه ټاکنې دي، ځکه په هغو کې د خلکو غوښتنې منعکس کېږي.
غني یو ځل بیا سوله او ټاکنې د یوبل بشپړونکي وبلل او زیاته یې کړه، دولت د سولې پر پروسې جدي تمرکز لري او سولې ته د رسېدو چوکاټ د لویې جرګې له پرېکړه لیک څخه چې د افغانانو د ارادې تمثیلونکی دی، تعین شوی.
شاغلی غنی بیت الله شریف ته د حاجیانو د استولو په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو او د افغان حاجیانو د الوتنو د پیل په خاطر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او ملي تدارکاتو ادارې کړنې وستایلې، له وزارتونو او دولتي ادارو یې وغوښتل چې د حج پروسې په اړه هراړخیزه همکاري وکړي په ځانګړي ډول یې بهرنیو چارو وزارت موظف کړ چې د دغې پروسې د لاچټکتیا لپاره ټول امکانات برابر کړي.
د اجنډا مطابق د مالیې وزارت معین د ۱۳۹۸ مالي کال له پیل څخه د چنګاښ تر ۲۴ نیټې پورې دبودجې د مصرف راپور او د ۱۳۹۸ مالي کال په وسط کې د ملي بودجې د ارزولو د مسودې طرحه غوندې ته وړاندې کړه.
کابینې د مالیې وزارت د قدردانۍ ترڅنګ د بودجې د مصرف راپور او د ۱۳۹۸ مالي کال په وسط کې د ملي بودجې د ارزولو د مسودې طرحه تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د کابینې د غړو د نظریاتو په اړه له دوی سره تفاهم وکړي او د کال د وسط په بودجه کې د توبرکلوز روغتون ناروغانو د اعاشې د تامین په خاطر د اړتیا وړ وجوه په پام کې ولري او یاده بودجه دې د تصویب په خاطر ملي شورا ته واستوي.
وروسته د ټرانسپورټ وزیر د بدخشان ولایت د بهارک – اشکاشم د ۱۰۸ کیلومتر سړک د جوړولو په خاطر د ۵،۱ میلیارد افغانیو په مجموعي قېمت د اشخاصو د ۹،۱ میلیون مترمربع موازي استملاک، غونډې ته وړاندې کړ چې تصویب شو.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې د ۲۹/۱/۱۳۹۸ نېټې د اقتصاد عالي شورا د ۲ غونډې د هدایت مطابق د پنجشېر ولایت د اوسپنې کان د طرحې د تائید په اړه د دې وزارت غوښتنه غونډې ته مطرح کړه، چې تصویب شوه.
دغه راز د غونډې په پای کې د عدلیې وزیر د نورافشان موادو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنیسب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو مطابق اصلاح او نهايي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا