اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست
د محرم په لرلو سره د لسګونو ښځینه محصلینو بهر ته د تګ مخنیوی
دید خبری آژانس: راپورونه وایی چی طا-لبانو په لسګونو ښځینه محصلینو ته د زده کړو د دوام په موخه بهر ته د تګ مخه نیولې ده.
تر ۳۰ زیاتو ښځینه محصلینو پلان درلود چې نن چهارشنبه (۱ سنبله) خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو طا-لبانو په هوايي ډګر کې د دغه سفر مخه ونیوله.
دغو محصلينو هم شرعي محرم درلود.
دغو ښځينه محصلينو يو کال وړاندې د تحصيلي بورسونو د ترلاسه کولو بهير پيل کړ او په دې پوهېدل چې طا-لبان له شرعي محرم پرته د تګ اجازه نه ورکوي، د يوې خيريه موسسې په همکارۍ يې د محرم لپاره ويزه ترلاسه کړه.
خو طا-لبانو د دوی د تګ راتګ مخه نیولې ده.