اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د مارشال دوستم یو پوځي قوماندان په سرپل کې ووژل شو

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند منلې، چې د دوی پخوانی قوماندان عزت الله د شنبې په ورځ په سرپل کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی.

احسان نیرو وویل، عزت الله هغه مهال ایران ته پناه یوړه چې طا-لبانو پر افغانستان واک ټینګ کړ خو د ویزې له ختمېدو وروسته بیرته و ایستل شو.

احسان نيرو وويل، چې قوماندان عزت الله سرپل ته له ستنېدو يوه ورځ وروسته د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.

د افغانستان ملي جنبش ګوند باخبره سرچینې وايي، چې قوماندان عزت الله چې په «قوماندان زیل» مشهور و، د دغه ګوند د مشر پخواني مارشال عبدالرشید دوستم ساتونکی و. د سرچينې د معلوماتو له مخې، عزت الله له کلونو راهيسې د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.

د ملي جنبش ګوند ویاند له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران حکومت له خوا د دغه ګوند د پوځي قوماندانانو ایستل د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د پوښتنې وړ دي.

احسان نیرو وویل، د افغانستان د ملي جنبش ګوند نه یوازې له ایران سره بلکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، خو د ایران حکومت چې د افغانستان وضعیت درک کوي، باید پوځي قوماندانان له هېواده په شړلو سره د مرګ خولې ته ورنه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا