اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

د لوی اختر څخه وروسته د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پاتې چارې پیلیږی

دید خبرې آژانس: د ټولګټو چارو وزارت وایي د لوی اختر څخه وروسته د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پاتې چارې پیلوي.

محمد اشرف حق شناس، د دغه وزارت ویاند ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې تېر کال د سړې هوا له امله تړل شوې وې او سږ کال یې له درېیو کورنیو شرکتونو سره د دغې لویې لارې د بیارغولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس و ویل: « د سړې هوا له امله د دغې پروژې کار ودرول شو. د ټولګټو وزارت روان کال د سالنګ لویې لارې د بنسټیزې بیارغونې د چارو قرارداد یو ځل بیا له درېیو شرکتونو سره تمدید کړ.»

د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو سوداګریزو او اقتصادي لارو ده چې نه یوازې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، بلکې منځنۍ اسیا ته د هېواد د سوداګریزو توکو په لېږدولو کې هم مهم رول لوبوي.

د دې لويې لارې د بيارغونې چارې په ۱۴۰۲ لمريز کال کې د ټولګټو وزارت لخوا پيل شوې او د دغه وزارت د مالوماتو لمخي، روان کال کې د تونل دننه شپاړسمې ګالرۍ او د دې لویې لارې د درېيمې برخې د کانکرېټ اچولو چارې بشپړې شوې او د سړې هوا له امله د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې ودرېدې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګ لویې لارې د پرانېستې پر مهال په نږدې راتلونکي کې د یوه نوي تونل د جوړېدو خبر ورکړ او د سالنګ د لویې لارې بیارغونه یې د هېواد د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتېدو او ځان بسیاینې ته د افغانستان په رسېدو کې مهمه وبلله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا