Uncategorizedافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د لوګر پوهنتون د انټرنیټ له نړیوالې شبکې سره وصل شو


د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي تکنالوژۍ د مسئول په وینا د لوړو زده کړو قدرمن وزارت د افغان بیسیم د خصوصي شرکت سره د (3Mbps) درې میګابایت په ثانیه کې د سرعت په لرلو سره د لوګر پوهنتون لپاره انټرنيټ قرار داد کړی.

د ښاغلی سیف الرحمن “رئیس خیل” په خبره په راتلونکي که به د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې استادان، کارکونکي او محصلين د معلوماتو د ورکړه او راکړه او همدارنګه د غه تحصیلی کانون به د لوړو زده کړو وزارت او نورو تحصیلی بنسټونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې اړیکي د همدې شبکې په مرسته نیسي.

د دغې شبکې په فعالولو د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو، کارکونکو او محصلینو شته ستونزې به هوارې شي.

Back to top button