اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د لوګر د سمنټو پروژې تړون لاسلیک شو

دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه چینایي شرکت سره چې، افغاني شریک هم لري، د لوګر د التمور د سمنټو تولیدي کارخونې د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي، دغه کارخونه کې شاوخوا ۱۴۵ میلیونه ډالره پانګونه کیږي او سلګونه سیمه ییزو اوسېدونکو ته به کاري زمینه هم برابره شي.

د هدایت الله بدري په خبره، دغه کارخونه به د ورځې د ۲۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، هدایت الله بدري و ویل: « نوموړی شرکت د کارخونې د تولید په برخه کې شاوخوا ۱۴۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۲۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري او دغه راز سلګونه کسانو ته به هېواد کې کاري زمینه برابره شي.»

د قرادادي شرکت مسوولین وایي، د سیمې د خلکو د هوساینې لپاره به هڅې وکړي او د اوسنیو شرایطو پر بنسټ به خپله پانګونه زیاته کړي.

د لوګر د سمنټو د قراردادي شرکت رییس، وو زیدان و ویل: « زموږ ټولې چارې یوازې د ګټې ترلاسه کول نه دي، بلکې ګډو موخو او د سیمې د خلکو هوساینې ته هم پام کیږي. موږ دغه راز د افغانستان د قوانینو مراعتولو ته ژمن یو او هوډ لرو چې د نوي افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، د لوګر د سمنټو تړون د ۳۰ کلونو لپاره دی او قراردادي شرکت به په لومړي پړاو کې د کان اکتشاف په برخه کې کار کوي او وروسته به د فابریکې جوړولو چارې پیلوي او بیا به د سمنټو تولید پیل کړي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: « د دغه کان چې تازه یې قرارداد وشو پراخوالی یې شاوخوا ۵۱ کیلومټره مربع دی او له لویو کانونو دی او د ۳۰ کلونو لپاره د دغه کان قرارداد لاسلیک شو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو لمخې، افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د سمنټو په څلورو لویو پروژو کې، چې په جوزجان، هرات، پروان او لوګر ولایتونو کې موقعیت لري، د کورنیو او بهرنیو خصوصي شرکتونو له لوري شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا