اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

د لبنان په جنوبی پولو کې۵نور صهیونیسټي پوځیان هلاک شول

عبري رسندویو  د لبنان په جنوب کې د مقاومتي مبارزانو په غلچکۍ حملې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم  دپوځ د پنځو نورو  جنایتکارو پوځیانو دهلاکت خبر ورکړ.

عبری رسندویو پخپلو وروستیو راپورونو کې ویلی چې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم  تیریګر پوځ  د لبنان په جنوبی پولو کې  د مقاومتي چورلیز له مبارزونو سره په نښتې کې  پنځه نور پوځیان هلاک شوي دي.

ددغې پيښې په باب لازیات جزیات نه دي ترلاسه شوي، البته د لبنان مقاومتي مبارزانو دلبنان په جنوب کې له نیواکګرو صهیونیسټي جنایتکارو پوځیانو سره  په وروستیو نښتو کې ددغه وحشي او تیریګر رژيم دپوځ زیاتره تجهیزات له مینځه وړي او په لسګونو پوځیانو ته ئې مرګ ژوبلې اړولي دي.

وروستي راپورونه ښئ چې د حزب ا… مقاومتي غورځنګ مبارزانو  پخپلو وروستیو عملیاتو کې تر دې دمه دصهیونیسټي رژيم  کابو اولس  مرکاوه ټانکونه هم تباه کړي دي او دغه راز ئې د جنوبی لبنان په پولو کې  څو ځله د صهیونیسټي وحشي پوځيانو حملې هم په شاتنبولي دي. 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا