اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځمې برخې د رغولو تړون په کابل کې لاسلیک شو

دید خبرې آژانس: د ټولګټو وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، نن د «نورزي کانفیډنس» سړک جوړونې او ودانیز شرکت له مسوول سره د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځمې برخې چې ۶۱ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د ۲۵ کیلومتره سړک د رغولو تړون لاسلیک کړ.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس، په همدې مناسبت جوړه شوې خبري غونډه کې، د افغانستان حلقوي سړک پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د قیصار – لامان حلقوي سړک ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري او په پنځو برخو وېشل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځمې برخې چې ۶۱ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د ۲۵ کیلومتره سړک د رغولو تړون نن لاسلیک شو چې د دغه تړون ارزښت یو میلیارده ۴۵۵ میلیونه افغانۍ دي او د پروان ولایت د کرومایتو کان په بدل کې به تطبیق شي.

د حق‌شناس په وینا، د ياد حلقوي سړک د لومړۍ او دویمې برخې چې ۳۴ او ۴۸ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د تېرې ادارې پرمهال یې د رغولو تړون شوی و چې اوسمهال يې کار متوقف دی؛ خو ټولګټو وزارت يې د چارو د بیا پیل پلان لري.

هېره دې نه وي چې د قیصار – لامان حلقوي سړک د دوو نورو (درېمې او څلورمې) برخو چې ۵۰ او ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې او د بودجې په تخصیص سره به یې د رغولو چارې پیل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا