افغانستاناقتصاد او پراختیاتر تولو مشهورروستي خبرونه

د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې ۳۰ سلنې بشپړې شوي دي

دید خبرې آژانس: ملي پراختیايي شرکت د قوشتېپې کانال د دویم فاز د جوړولو کارله  ۳۰ سلنې پرمختګ خبر ورکوي.

د هېواد په شمال کې د قوشتېپې کانال مسوول وايي، د دې کانال د سر بند د جوړولو چارې ۵۰ سلنې پرمخ تللې دي.

د قوشتېپې کانال پروژې مسوول، سید ذبیح الله میري وايي: «د سربند کار شاوخوا ۵۰ سلنې پر مخ تللې دي او دویم فاز هم د ترسره کېدو په پړاو کې ده. دغه فاز هم ۳۰ سلنې فزیکي پرمختګ کړی دی.»

بلخوا، ځيني کارپوهان هم د قوشتېپې د اوبو د کانال جوړونې پروژه د افغانستان د بيارغونې يوه له سترو پروژو بولي او وايي چې که دا پروژه پلې شي، د هېواد په شمال کې به ډېرې ځمکې خړوبه شي.

د اوبو د مدیریت چارو کارپوه، نجیب الله سدید و ویل: «د قوشتېپې کانال او ټول نور فرعي کانالونه چې یې څه وخت بشپړ شي نو افغانستان ته به د کال له ۴۷۰ تر ۵۵۰ میلیون ډالرو عاید راځي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: «د قوشتېپې کانال پروژه یوه اوږدمهالې پروژه ده. په لنډمهالي توګه د هغه د پرمختګ او اغېز په اړه څه نشو ویلی. که د پروژې د پلي کولو چارې په مناسب ډول چې څه مدیریتي بهیر ته لازم وي، پرمخ ولاړې شي، د افغانستان پر اقتصاد به ډير ښه اغېز وکړي.»

د ملي پراختیا د شرکت د معلوماتو له مخې، د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کیندنو د چارو لپاره چې په پام کې ده، د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي، ۲۰ میلیارده افغانۍ لګښت اټکل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا