اسلایدشوافغانستاند سولی پروسیروستي خبرونهسیاست

د قطر د مذاکراتو ګډه اعلامیه: د خبرو اتری پر تسریع تاکید

د دید خبری آژانس: د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب په دوحه کې خبرې اترې تر سره کړې چی په پای کی ګډه اعلامیه خپره کړه او د خبرو اتری پر تسریع تاکید شوی دی.


دوی د مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌
دوی یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌ د اړتیا درک لری.
دوی ژمن دي‌ چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي تر څو دغسې یو جوړجاړی تر لاسه شي،‌ او دهمدې هدف لپاره به دوی په راتلونکي ‌کې دغه قسم غونډو ته دوام ور کړي. په عین وخت کې دواړو مشرانو خپلو مذاکراتي ټیمونو ته د مذاکراتو د ګړندي ‌کولو هدایت وکړ.‌
ټول اړخونه ډاډ ورکوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي.‌ په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو لپاره کار کوي.
دواړه هیئتونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تر لاسه کولو لپاره د قطر هیواد سخاوتمندانه مرسته ستايي. همدارنګه د ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې په پروسه کې د هغوی له همکاریو څخه مننه کوي.‌

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا