د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته ورسېد
دید خبرې آژانس: د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال «سریک ژومانګرین» نن د یوه لوړپوړي دولتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ کابل ته د یاد پلاوي د دغه سفر موخه، د قزاق – افغان سوداګریز فورم ترسره کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول ښودل دي.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو، کابل کې د یاد پلاوي د راتګ هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د قزاقستان د بشري مرستو چې ۳.۵ ټنه درمل او طبي وسایل په کې شامل دي؛ مننه کړې ده.
ټاکل شوې ده، چې د قزاقستان جمهوریت پلاوی د خپل سفر په بهیر کې، د افغانستان اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ، د قزاق – افغان سوداګریز فورم چې سبا د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو او خصوصي سکتور د استازو په شتون سره ترسره شي؛ ګډون وکړي.