د «فیض محمد کاتب» د سړک نوم بدل شو
د دید آژانس د خبر له مخې، د فیض محمد کاتب هزاري سړک نوم، چې د جمهوریت په دوره کې د پل سوخته څخه تر دارالامان پورې جوړ شوی و، بدل شو. دا سړک په خپل پخواني نوم د چهارقلعه چهاردهي سړک په نوم یادیږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري کمېسيون لومړي وزير ته په يوه ليک کې ليکلي، چې دغه واټ دې د خپل پنځه سوه کلن تاريخ له امله د «چهار ګل چهاردهي» په نوم ونومول شي.
په مکتوب کې راغلي چې د فيض محمد کاتب هزاري سړک تر اوسه په دولتي اسنادو کې رسمي نه دی او د چهار قلعه چهاردهي په پخواني نوم ثبت دی.
د دغه مکتوب له مخې چې (د حمله په دوهمه) صادر شو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د لومړي وزير ملا حسن اخند د دغه وزارت د کمېسيون د اداري پلاوي په رايه کې چې د لوړو زده کړو، پوهنې، عدلیې او د کار او ټولنیزو چارو وزیرانو لاسليکونه پکې شامل دي، په دې اړه عمل وکړي.
پل سوخته – دارالامان، مخکې له دې چې د فیض محمد کاتب هزاري په نوم ونومول شي، د چهارقلعه چهاردهي په نوم پیژندل کیده.
د تېر حکومت د وزیرانو شورا په ۱۳۹۳ کال کې د کابل د پل سوخته – دارالامان سړک د فیض محمد کاتب هزاري په نوم ونوماوه.
فیض محمد کاتب هزاره د افغانستان د معاصر تاریخ یو مشهور لیکوال او د هزاره قوم څخه و او په غزني کې زیږیدلی و. د هغه مشهور او معتبر کتاب «سراج التواریخ» دی چې په پنځو جلدونو کې لیکل شوی دی.