اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د فرانسې سفارت شارژدافیر د طا-لبانو له استازي سره وکتل

دید خبرې آژانس: په قطر کې د طا-لبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له شارژدافیر سره یې کتلي دي.

د هغه په وینا، دوی «د دوحې د درېیمې ناستې د پایلو په اړه» خبرې کړې.

شاهین، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طا-لبانو نوماند هم دی، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه له (ژان مارین شو) سره د «د کروندګرو لپاره د بدیل کرکیلې پروژو، خصوصي سکټور، روغتیا سکټور او د اقلیم د بدلون» په اړه خبرې وکړې.

د چنګاښ په میاشت کې د دوحې په وروستۍ غونډه کې ملګرو ملتونو د طا-لبانو په فشار د دوحې د غونډې له اجنډا څخه د بشري حقونو او ټولګډونه حکومت موضوع‌ګانو په لرې کولو هوکړه وکړه.

دغه غونډه یوازې د خصوصي سکټور، د افغانستان د بانکدارۍ سیسټم او د بزګرانو لپاره د بدیل کښت مسلو ته ځانګړې شوې وه.

طا-لبانو واک ته له رسیدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه او اوس دغه ډله د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د کوکنارو د کرلو د مخنیوي په موخه له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د چارو کتونکي وايي، طا-لبان د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او د داعش د ځپلو په بدل کې د امتیازونو په ترلاسه کولو سره غواړي د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له لوېدیځو هېوادونو سره د لا زیات جوړجاړي لاره پرانیزي.

که څه هم د فرانسې په ګډون لوېدیځ هیوادونه د طا-لبانو له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ او د ښځو له حقوقو د سرغړونې له امله د طا-لبانو له حکومت سره رسمي اړیکې نه لري، خو د دغه هیواد ډیپلوماټانو په پرله پسې ډول په قطر کې د دغې ډلې له استازیو سره کتلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا