اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د غویي اتمې په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایي شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې، ترسره شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې، ترسره شوه.
د ارگ راپور پر بنست، په دې غونډه کې، د غویي د اتمې یانې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پر وړاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایي شو، چې له مخې به یې زرګونه زندانیان ازاد شي.
د حکومت د رهبرۍ غونډې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش او همدارنګه د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس ته دنده وسپارله چې د دې فرمان جزئیات د رسنیو له لارې ولس سره شریک کړي.
دغه اقدام د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د هغه توشیح شوي فرمان په تعقیب کېږي چې له امله یې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان له مختلفو زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا