دید خبرې آژانس: د غويي ۸ مه چې په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا ۳۳مې کالیزې سره برابره ده، په پلازمېنه کابل کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په یاده غونډه کې وویل حکومت او ولس ته په کار ده، چې له قومي، ژبني، مذهبي او سمتي تعصباتو ځان وساتي او د هېواد د ابادۍ لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې ځینې مغرضې کړۍ د رسنیو له لارې د افغان ځوانانو اذهان مغشوشوي.
ښاغلي خیرخواه همدارنګه ویلي چې اوسنی نظام د ولس او مجاهدینو د ګډو قربانیو، سرښندنو او مبارزې پایله ده او هېواد کې اوسنی بشپړ امنیت د دې ښکارندوی دی، چې ولس، نظام د ځان ګڼي او ورسره نږدې همکار دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مسوولین د خلکو د هوساینې او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر زیاته کړه، چې په افغانستان کې په لنډ وخت کې د سترو امپراتوریو ماتېدل دا ثابتوي، چې دلته پردۍ نظریه د تحمیل وړ نه ده او افغانان د چا غلامي نه مني.
د نوموړي په وينا هغوی، چې اوس هم د پردیو په لمسون د افغانانو د اذهانو خرابولو هڅه کوي باید په دې پوه شي، چې خپلو شومو موخو ته به ونه رسېږي.
په ورته وخت کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وویل چې افغانانو د روسانو د تمې خلاف د کمونیستي رژیم پر وړاندې نه هېرېدونکې مبارزه وکړه.
نوري زیاته کړې، چې افغانانو نه یوازې پخوانی شوروي اتحاد په افغانستان کې بلکې په منځنۍ اسیا کې هم مات کړ.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت وویل هغه کسان چې د افغانستان د اشغال مفکوره په ذهن کې لري، باید پوه شي چې افغانان خپلې وینې ورکولی شي، خو د استعمار لاندې ژوند نه مني.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې افغانان یو ازاد ملت دی او د زور او ظلم منلو ته چمتو نه دي.