اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګحکومتراپور

د غور د مخابراتو ریاست څه باندې ۲۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

دید خبرې آژانس: د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې یاد ریاست د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي محمد یوسف راهنما ویلي چې یاد ریاست د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د مخابراتي خدمتونو، دولتي ادارو ته د مراسلاتو د وېش، پاسپورټ، تحصیلي او تعلیمي اسنادو او د یاد ریاست د روزنیز مرکز له لارې ۲۴ میلیونه ۷۰۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د نوموړي ویلي چې د تېر کال عواید ۵.۲ میلیونه و خو د سږ کال عواید یې د تېر په پرتله نږدې ۴ سلنه زیات شوي، چې اساسي لامل یې د یاد ولایت اوسېدونکو ته پر وخت خدمتونو وړاندې کول په ګوته کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button