دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ وايي، غزه به د فلسطېنیانو له وتلو وروسته ونیسي او پرمختګ به ورکړي.
د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي، وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د دغه غیر متوقع پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې غزه به بیا اقتصادي وده وکړي.
د ټرمپ دغه اعلان به د فلسطېنیانو په ګډون د نړۍ د ګڼو هېوادونو غبرګونونه را و پاروي.
په دې لړ کې د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې یوځل بیا د یوه جلا حکومت په توګه د فلسطېن هېواد په رسمیت پېژندنې ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه دریځ یې نه بدلېدونکی دی.
اخوا تر دې مخکې هم څو عرب هېوادونو او حماس غورځنګ د ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکه کړې وه چې ګواکې فلسطېنیان دې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.