اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د غزې د اوربند خبرې په دوحه کې وځنډول شوې

دید خبرې آژانس: په غزه کې د اوربند خبرې پرون (جمعه، د زمري ۲۶مه) د ښکېلو غاړو ترمنځ په دوحه کې وځنډول شوې.

رویټرز راپور ورکړی چې مذاکره کوونکي به راتلونکې اونۍ بیا خبرې وکړي ترڅو یوې هوکړې ته ورسیږي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه پای ته ورسوي او یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د راپور پر بنسټ، امریکا، قطر او مصر په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلی چې واشنګټن یو نوی وړاندیز وړاندې کړی چې د تېرې اونۍ د هوکړې پر ټکو جوړ شوی او تشې به کمې کړی؛ څو چې د هوکړه په ګړندۍ توګه د پلي کېدو وړ وګرځي.

په دغه ګډه خبرپاڼه کې راغلي: «اوس هغه لاره ټاکل شوې چې د خلکو ژوند وژغوري، د غزې خلکو ته سوله راولي او سیمه يیز تاوتریخوالی کم کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ اسراییلو او منځګړو هېوادونو د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره چې لسګونه زره فلسطینیان پکې وژل شوي دي، خبرې اترې پیل کړې. حماس ډلې استازی په مستقیمه توګه حاضر نه وو؛  خو د دغه راپور له مخې دغه ډله د خبرو اترو په حال کې وه.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي عزت الرشق رویټرز ته ویلي چې اسراییلو هغه څه نه دي منلي چې په تېرو خبرو اترو کې پرې هوکړه شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا