اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د غزې بحران؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا غونډه کوي

ډید خبري آژانس: د غزې د کړکیچ په زیاتیدو او د اسرائیلي رژیم د مرګوني بمباریو له دوام سره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا بیړنۍ غونډه کوي. د دې شورا پخوانۍ غونډې د اوربند په اړه له پرېکړه لیک پرته د امریکا د مخالفت له امله ناکامې شوې.

وروسته له هغه چې اسرائیلي رژیم تېره اوونۍ په فلسطیني سیمو کې خپل ځمکني عملیات پراخ کړل، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سیمه کې د بشري ناورین په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

دا غونډه به د متحده عربي اماراتو په غوښتنه جوړه شي او د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره به د امنیت شورا غړو ته وروستي پرمختګونه او خبرونه وړاندې کړي.

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دې اړه خواشیني او حیرانتیا څرګنده کړه چې اسرائیلي رژیم د دې پر ځای چې د غزې خلکو ته چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی، د اړینو بشري مرستو د رسولو پر ځای پوځي عملیات زیات کړي.

امنیت شورا تر اوسه په څلورو هڅو کې د اوربند پریکړو ته د رسیدو په برخه کې ناکامه شوې ده. ځکه روسیې یا امریکا د خپل ویټو حق کارولی دی.

ملګري ملتونه وايي، د شواهدو پر بنسټ داسې ښکاري چې د غزې په شمال کې هوايي بریدونه په سیستماتیک ډول د استوګنې سیمې په نښه او ویجاړوي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، د اسراییلي رژیم له لوري تر اوسه له ۸ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۹ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

پر غزې د نړیوالو له غوښتنو سره سره پر غزې بمبارۍ دوام لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا